د غمشریکۍ پیغام
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون: په ډېرې خواشینۍ او خفګان سره د زیاتو بارانونو له امله د سیلابونو راوتل، په پروان ولایت کې د استوګنیزو کورونو او لسګونو وګړو د مړينې لامل شوي دي او له ځان سره یې مالي او ځاني تلپات هم درلودل. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، خپل د غمشریکۍ او تسلیت پیغام د قربانیانو کورنیو او د پروان ولایت شریفو وګړو سره شریکوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او کارکوونکي، د پروان ولایت شریفو وګړو سره د یادې پیښې له امله زيانمنو کورنیو سره خپل ځان په غم کې شریک ګڼي او د خداي (ج) له دربار څخه شهیدانو ته جنت پردوس، ټپیانو ته عاجله روغتیا، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو د جمیل صبر غوښتونکی دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون په رڼا کې له ټولو ذیدخلو ادارو او خیریه موسسو څخه غواړي چې زيانمنو ته پر وخت خپلې مرستې ورسوي. تر څو زيانمنو کورنيو ته د مرستې په پروسه کې روڼتیا تامین شي. هېڅ ډول غمشریکي او همدردي نه شي کولای د زيانمنو له غم څخه څه کم کړي، خو د مرستو او کمکونو په لړۍ کې روڼتیا کولاشي د یادې پېښې زيانمنو ټپونو ته د یو مرهم په توګه تمام شي.