د غمشریکۍ پیغام

Anonymous (not verified)
Thu, Aug 27 2020 12:21 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون: په ډېرې خواشینۍ او خفګان سره د زیاتو بارانونو له امله د سیلابونو راوتل، په پروان ولایت کې د استوګنیزو کورونو او لسګونو وګړو د مړينې لامل شوي دي او له ځان سره یې مالي او ځاني تلپات هم درلودل. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، خپل د غمشریکۍ او تسلیت پیغام د قربانیانو کورنیو او د پروان ولایت شریفو وګړو سره شریکوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او کارکوونکي، د پروان ولایت شریفو وګړو سره د یادې پیښې له امله زيانمنو کورنیو سره خپل ځان په غم کې شریک ګڼي او د خداي (ج) له دربار څخه شهیدانو ته جنت پردوس، ټپیانو ته عاجله روغتیا، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو د جمیل صبر غوښتونکی دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون په رڼا کې له ټولو ذیدخلو ادارو او خیریه موسسو څخه غواړي چې زيانمنو ته پر وخت خپلې مرستې ورسوي. تر څو  زيانمنو کورنيو ته د مرستې په پروسه کې روڼتیا تامین شي. هېڅ ډول غمشریکي او همدردي نه شي کولای د زيانمنو له غم څخه څه کم کړي، خو د مرستو او کمکونو په لړۍ کې روڼتیا کولاشي د یادې پېښې زيانمنو ټپونو ته د یو مرهم په توګه تمام شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS