د سمونپالو د ایتلاف دویمه دوره یي غونډه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۰:۶
Aic

نېټه: پنجشنبه د وږي ۲۸ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
د اداري فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو د ایتلاف دویمه غونډه د اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمیسیون کې د دغه کمیسیون د رئیس، غړو او ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو په شتون کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري وویل چې اطلاعاتو ته له لاسرسي پرته د فساد سره اغېزناکه مبارزه او ښه حکومتولي ناشونې ده او اطلاعات باید د هغو غوښتونکو او عامو خلکو ته په منظم ډول په واک کې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په شمول د مختلفو بنسټونو رامنځته کول، د ځانګړي پلټونکي ایجاد، د ښې حکومتولۍ په موخه اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون د رامنځته کولو په تړاو هلې ځلې د حکومت لخوا فساد سره د مبارزې عملي ګامونه او ښې بېلګې دي. په دې اساس اداري فساد سره د مبارزې کار د ښه والي او بهبود په خاطر باید د اړونده بنسټونو ترمنځ ټینګه اړيکه او همغږي رامنځته شي؛ همدارنګه د فساد سره د مبارزې د دې ایتلاف لرلید او موخې باید څرګندې او د پلي کېدو وړ وي.
د غونډې په جریان کې ګډونوالو د دغه ایتلاف د کاري مېکانیزم اړوند هم تفصیلي خبرې وکړې او د یو منظم جوړښت او واضحه کړنلارې په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ. له بل پلوه ګډونوالو د مختلفو بنسټونو ترمنځ مرسته او همغږي یوه اړتیا وبلله او د داسې غونډو جوړېدل یې ګټور وبلل. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې تر راتلونکې غونډې (د روان کال د اکتوبر میاشت) دې د ایتلاف کاري مېکانیزم رامنځته او مشخص شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS