د افغان ښځو شبکې همغږۍ ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم تشریح

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۲۳
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېسم په اړه د پوهاوي په پار ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي؛ ترڅو د دې سېستم په اړه د پوهاوي کچه لوړه او په پایله کې له یاد سېستم څخه هېوادوال په آسانۍ اطلاعات ترلاسه کړي.

نو پر همدې بنسټ د افغان ښځو شبکې همغږۍ ناسته کې ګډونوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هر اړخیز ډول تشریح شو.

لومړی اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار او د عامه پوهاوي آمر ښاغلي ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم ټولې برخې په آنلاین ډول توضیح او همدارنګه د اطلاعات غوښتلو او اطلاعات ورکولو څرنګوالي باندې عملي کار وشو.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب سربېره د دوی آندونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS