د افغانستان د المپیک ادارې ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام د افغانستان د بدني روزنې ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي محمدولي کبیر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي امر ښاغلي خلیل جیحون او د افغانستان د بدني روزنې ادارې ولایتي امرینو په شتون کې تر سره شو.
په پیل کې ښاغلي محمدولي کبیر، اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼتیا تامینولو لپاره اغېزناکه لار وبلله او ویې ویل:«د ادارو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د حکومت کړنو او لاسته راوړنو باندې د وګړو د باور پیاوړتیا لامل کېږي». ځکه نو اړتیا ده چې ټول حکومتي بنسټونه او ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. ښاغلي کبیر، د بدني روزنې اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په اړه ډاډ ورکړ.
ورپسې ښاغلي خلیل جیحون، د ادارو د مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعات غوښتلو، د وګړو ملاتړ، اطلاعات ورکولو معیاد، د اطلاعات ورکولو طریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندو، د شکایت حق او د غوښتوونکو شکایتونو ته د رسېدنې په اړه د پرېزنټېشن له لارې اړین توضیحات ارایه کړل او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.