د افغانستان د المپیک ادارې ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 12 2020 3:03 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام د افغانستان د بدني روزنې ادارې فني او مسلکي مرستیال ښاغلي محمدولي کبیر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي امر ښاغلي خلیل جیحون او د افغانستان د بدني روزنې ادارې ولایتي امرینو په شتون کې تر سره شو.

په پیل کې ښاغلي محمدولي کبیر، اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼتیا تامینولو لپاره اغېزناکه لار وبلله او ویې ویل:«د ادارو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د حکومت کړنو او لاسته راوړنو باندې د وګړو د باور پیاوړتیا لامل کېږي». ځکه نو اړتیا ده چې ټول حکومتي بنسټونه او ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. ښاغلي کبیر، د بدني روزنې اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په اړه ډاډ ورکړ.aic

ورپسې ښاغلي خلیل جیحون، د ادارو د مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعات غوښتلو، د وګړو ملاتړ، اطلاعات ورکولو معیاد، د اطلاعات ورکولو طریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندو، د شکایت حق او د غوښتوونکو شکایتونو ته د رسېدنې په اړه د پرېزنټېشن له لارې اړین توضیحات ارایه کړل او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS