د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د دوشنبې مازدیګر د ۱۳۹۸کال د سلواغې په ۲۱مه، د کابینې جلسه جوړه او د لاندې موضوعاتو په هکله لازم تصامیم ونیول شول.
۱- د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې د مقررې طرحه د دغه متن له زیاتوالي سره «اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره په ادارو کې د اطلاعات ورکولو په اړه د شته ستونزو په برخه کې همکاري د هغه طرزالعمل په ملتیا چې په کمېټه کې تصویب کېږي» د کمېټې د دندو اړوندې مادې د یو جز په توګه تصویب ده. عدلیې وزرات دې د هغې د طی مراحلولو په برخه کې اقدام وکړي.
۲- وزارتونه او دولتي ادارو ته دنده سپارل کیږي چې د دوه اونیو په لړ کې دې د خپلې اطلاع رسونې کمېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې جوړه، د خپلې اطلاع رسونې د څرنګوالی پلان دې برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا (۴۴) جوړ شوي شاخصونه په بېل جدول کې د دقیقې اطلاع رسونې لپاره تنظیم، له کړنو او لاسته راوړنو څخه یې په وخت او ښه توګه د ریاست جمهورۍ له عامه اړیکو او ستراتیژیکې ادارې سره په همغږۍ د پلان په پلي کولو کې اقدام وکړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اغیزمن تطبیق او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تأمین په موخه د لازمو شرایطو برابرولو په برخه کې د کمیسیون هڅو ته په پام سره، د افغانستان اسلامی جمهوریت کابینې پاسني موارد، په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو او رسنیزو بنسټونو د لاسرسي د ګړندیتوب په موخه تصویب او ټول اړوند ادارات يې د هغو په پلي کولو مکلف کړي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د دودولو او پیاوړتیا په برخه کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له دغه اقدام څخه مننه کوي او له ټولو دولتي ادارو غواړي چې د کمیسیون، مدني بنسټونو او رسنیو سره په همغږۍ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د موخو د پلي کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق خوندیتوب ته ژمن دی او د دولتي ادارو په ملتیا، وګړو، مدني بنسټونو او رسنیو لپاره اطلاعاتو ته لاسرسي په برخه کې ښه شرایط برابروي.