د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د دوشنبې مازدیګر د ۱۳۹۸کال د سلواغې په ۲۱مه، د کابینې جلسه جوړه او د لاندې موضوعاتو په هکله لازم تصامیم ونیول شول.

Anonymous (not verified)
Sat, Feb 29 2020 1:43 PM
aic

۱- د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې د مقررې طرحه د دغه متن له زیاتوالي سره «اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره په ادارو کې د اطلاعات ورکولو په اړه د شته ستونزو په برخه کې همکاري د هغه طرزالعمل په ملتیا چې په کمېټه کې تصویب کېږي» د کمېټې د دندو اړوندې مادې د یو جز په توګه تصویب ده. عدلیې وزرات دې د هغې د طی مراحلولو په برخه کې اقدام وکړي.

۲- وزارتونه او دولتي ادارو ته دنده سپارل کیږي چې د دوه اونیو په لړ کې دې د خپلې اطلاع رسونې کمېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې جوړه، د خپلې اطلاع رسونې د څرنګوالی پلان دې برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا (۴۴) جوړ شوي شاخصونه په بېل جدول کې د دقیقې اطلاع رسونې لپاره تنظیم، له کړنو او لاسته راوړنو څخه یې په وخت او ښه توګه د ریاست جمهورۍ له عامه اړیکو او ستراتیژیکې ادارې سره په همغږۍ د پلان په پلي کولو کې اقدام وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اغیزمن تطبیق او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تأمین په موخه د لازمو شرایطو برابرولو په برخه کې د کمیسیون هڅو ته په پام سره، د افغانستان اسلامی جمهوریت کابینې پاسني موارد، په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو او رسنیزو بنسټونو د لاسرسي د ګړندیتوب په موخه تصویب او ټول اړوند ادارات يې د هغو په پلي کولو مکلف کړي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د دودولو او پیاوړتیا په برخه کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له دغه اقدام څخه مننه کوي او له ټولو دولتي ادارو غواړي چې د کمیسیون، مدني بنسټونو او رسنیو سره په همغږۍ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د موخو د پلي کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق خوندیتوب ته ژمن دی او د دولتي ادارو په ملتیا،  وګړو، مدني بنسټونو او رسنیو لپاره اطلاعاتو ته لاسرسي په برخه کې ښه شرایط برابروي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS