دویبپاڼو څارنې قازمټ په ټزاو د دولتي ادارو اطلاع رسونې مسئوولینو سره ګډه مشورتي ناسته

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۹:۹
Aic

نیټه چهار شنبه د لیندۍ 13مه 1398

د دولتي ادارو له ویبپاڼو څخه د څارنې فورم د تشریح او توزیع په موخه مشورتي ناسته د ښاغلي حمدالله ارباب, اغلې زهرا موسوي د کمیسیون غړو, ښاغلي ولی الله مصباح د کمیسیون تخنیکي سلاکار, ښاغلي فیروز بشري د حکومت د اطلاعاتو او رشنیو مرکز مشر او د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مسئوولینو په ګډون, په یاد مرکز کې تر سره شوه.

په دې ناسته فیروز بشري د کمیسیون لخوا اطلاعاتو د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو په برخه کې د دوبی له کړنو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه چې: ټول هغه بنسټونه چې د قانون له مخې فعالیت لري او د دولت لخوا تمویلیږي د قانون له مخې مکلف دي تر څو خلکو ته اطلاعات وړاندې کړي, نو په ویبپانو کې له وړاندې خپریدونکو اطلاعاتو څخه څازنه د یو جامع فارمټ له مخې د روڼتیا او ځواب ورکونې په برخه کې ګټور تمامیږي.

ورپسې زهرا موسوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې: د قانون د 15مې مادې پر بنسټ د اطلاعاتو خپرولو په برخه کې د دولتي ادارو مسئوولیت مننه اطلاعاتو ته دلاسرسۍ حق د تأمین په برخه کې ډیر مهم او اغیزمن لامل دی, په دې اساس نوموړې په دې برخه کې د اطلاع رسونې له مسئوولینو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړهچې: د اظلاعاتو وړاندې خپراوی, اطلاعاتو د خلکو د لاسرسۍ بهیر اسانوي.

ورپسې حمدالله ارباب  د موضوع په  اړه د هراړخیزې خبرو په ترڅ کې یادوونه وکړه چې: د اداراتو لخوا د اطلاعاتو خپرول په حکومتولۍ کې د خلکو ګډون ته لاره اواره وي او د خلکو او حکومت تر منځ د اعتماد فضا پیاوړي کوي,نو اړینه ده چې د هرې ممکنې لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړی کړو, نوموړي ولس د اطلاعاتو اصلي خاوند او دولت یې د اظلاعاتو ساتونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې ولس باید اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

په پای کې ولی الله مصباح د ویبپاڼو د څارنې شاخص لرونکی فورم چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د 15مې مادې د بندونو پر اساس جوړ شوی, ګډونوالو ته تشریح او د دوی پوښتنې یئ ځواب کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS