دویبپاڼو څارنې قازمټ په ټزاو د دولتي ادارو اطلاع رسونې مسئوولینو سره ګډه مشورتي ناسته
نیټه چهار شنبه د لیندۍ 13مه 1398
د دولتي ادارو له ویبپاڼو څخه د څارنې فورم د تشریح او توزیع په موخه مشورتي ناسته د ښاغلي حمدالله ارباب, اغلې زهرا موسوي د کمیسیون غړو, ښاغلي ولی الله مصباح د کمیسیون تخنیکي سلاکار, ښاغلي فیروز بشري د حکومت د اطلاعاتو او رشنیو مرکز مشر او د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مسئوولینو په ګډون, په یاد مرکز کې تر سره شوه.
په دې ناسته فیروز بشري د کمیسیون لخوا اطلاعاتو د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو په برخه کې د دوبی له کړنو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه چې: ټول هغه بنسټونه چې د قانون له مخې فعالیت لري او د دولت لخوا تمویلیږي د قانون له مخې مکلف دي تر څو خلکو ته اطلاعات وړاندې کړي, نو په ویبپانو کې له وړاندې خپریدونکو اطلاعاتو څخه څازنه د یو جامع فارمټ له مخې د روڼتیا او ځواب ورکونې په برخه کې ګټور تمامیږي.
ورپسې زهرا موسوي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې: د قانون د 15مې مادې پر بنسټ د اطلاعاتو خپرولو په برخه کې د دولتي ادارو مسئوولیت مننه اطلاعاتو ته دلاسرسۍ حق د تأمین په برخه کې ډیر مهم او اغیزمن لامل دی, په دې اساس نوموړې په دې برخه کې د اطلاع رسونې له مسئوولینو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړهچې: د اظلاعاتو وړاندې خپراوی, اطلاعاتو د خلکو د لاسرسۍ بهیر اسانوي.
ورپسې حمدالله ارباب د موضوع په اړه د هراړخیزې خبرو په ترڅ کې یادوونه وکړه چې: د اداراتو لخوا د اطلاعاتو خپرول په حکومتولۍ کې د خلکو ګډون ته لاره اواره وي او د خلکو او حکومت تر منځ د اعتماد فضا پیاوړي کوي,نو اړینه ده چې د هرې ممکنې لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړی کړو, نوموړي ولس د اطلاعاتو اصلي خاوند او دولت یې د اظلاعاتو ساتونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې ولس باید اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
په پای کې ولی الله مصباح د ویبپاڼو د څارنې شاخص لرونکی فورم چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د 15مې مادې د بندونو پر اساس جوړ شوی, ګډونوالو ته تشریح او د دوی پوښتنې یئ ځواب کړې.