اطلاعاتو ته لاسرسۍ د فساد ضد مبارزې واکسین دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۹:۱۵
روز جهانی مبارزه با فساد اداری

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله
نیټه: دوشنبه لیندی ١٨ مه ١٣٩٨
د اداري فساد شتون په افغانستان کې د وګړو لپاره په یوه لاعلاجه ناروغۍ اوښتی، چې په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه یې خلک تر خپل ناوړه اغیز لاندې راوستي دي، د روڼتیا نړیوالې ادارې د راپورونو پر اساس افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په لړ کې د ۱۶ نمرو په لاسته راوړول سره په ۱۷۲مه درجه کې ځای لري.
فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ د لیندۍ په اتلسمه، د کمیسیون د رئیس عین الدین بهادری، د کمیسیون غړو، محمد ناصر تیموري د روڼتیا څار ادارې د داخواهۍ څانګې مشر، ګل احمد مددزی د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال، بختیار نجمان د ملي تدارکاتو ادارې د شفافیت تأمین رئیس او نجلا راحل د مدافع وکیلانو د انجمن مرستیالې په ګډون په یاد کمیسیون کې ونمانځل شوه.
په سر کې عین الدین بهادری د اداری فساد په له منځه وړلو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اغیز خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې: اداري فساد د ښې حکومتولۍ ریښې له منځه وړي او تیر ته په کتو سره ډیری دولتونه د اداري فساد د شتون له امله نسکور شوي او په راتلونکي کې به هم اداري فساد دولتونه له منځه یوسي، نوموړي اداري فساد له تروریزم څخه هم ورانوونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې، له فساد څخه د خلاصون لپاره باید پرانستې دولتداري رامنځته شي او پرانستې دولتداری اطلاعاتو ته د لاسرسي پرته ناشونې ده، د محرمیت کلتور باید له منځه لاړ شي او ځای یې باید اطلاعاتو ته رښتینی لاسرسی ونیسي.
محمد ناصر تیموري دې نمانځنې ته پخپل وینا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کیدل د فساد سره د مبارزې په برخه یو اړین کار وباله او زیاته یې کړه چې: له فساد سره د مبارزې لپاره باید په اړوندو بنسټونو کې رښتیني کسان وګمارل شي تر څو په امانتولی سره خپل دنده سر ته ورسوي.
نوموړي به نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان ۵ پلې پرمختګ یوه لاسته راوړنه وبلله خو خواشیني یې څرګنده کړه چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې اوس هم په ۱۷۲مه درجه کې ځای لري.
ګل احمد مددزي پخپل خبرو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد سره مبارزې په برخه د یو واکسین سره تشبیه کړ او زیاته کړه چې: که په یوه ټولنه کې واقعاً اطلاعاتو ته لاسرسۍ شتون ولري نو بې له شکه چې د فساد ویروس به له ټولنې پاک شي.
بختیار نجمان په حکومت کې د فساد سره مبارزې په موخه د رامنځته شوو بنسټونو په هکله خبرې وکړي او زیاته کړه چې: حکومت تر خپل وسه د فساد محارولو لپاره هلې ځلې کړیدي چې په لړ کې یې د یو لوړ رقم پیسو له حیف او میل څخه مخنیوی شویدی، نوموړي له فساد سره د مبارزې په برخه پر عامه پوهاوي، د فساد ضد بنسټونو جوړولو، پیاوړي کولو او د مفسدینو پر عدلي تعقیب باندې ټینګار وکړ.
په پای کې نجلا راحل د مدافع وکالت په لړ کې د فساد له امله شته ستونزو په اړه د عیني مثالونو په وړاندې کولو سره، هر اړخیزې خبرې وکړي او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید له هغو ادارو سره چې له فساد څخه زیانمنیږي، همغږي پیاوړې کړي او ټول هغه لاملونه چې فساد رامنځته کوي او هغه کسان چې فساد کوي ، له پیژندلو وروسته د قانون سره سم مجازات کړي.
د ډسمبر ۹مه د ملګرو ملتونو په کالیزه کې له فساد سره د مبارزې په ورځ نومول شوې، چې هر کال د یو زیات شمیر غړو هیوادونو لخوا نمانځل کیږي، اداري فساد په نړۍ کې د ښې حکومتولۍ پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده چې افغانستان هم له دې ستونزې کړیږي او د هیواد د پراختیا او پرمختګ پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS