اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه يو مهم حق دی او ټول هېوادوال د یوې ولسواکې ټولنې د جوړولو لپاره کولای شي په فردي او ټولنیز ډول ګټه ترې واخلي.
سه شنبه ۱۰ مرغومي ۱۳۹۸کال
د افغانستان د اساسي قانون، پنځوسمې مادې ۳ فقرې په اساس وګړي حق لري چې په ادارو کې له هر ډول اطلاعاتو څخه خبر وي نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي.
نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د دوویشتمې ناحیې رییس صفي الله صافي، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی وه.
په دې پروګرام کې حمدالله ارباب د وګړواطلاعاتو ته لاسرسي پراهمیت، اړتیا او د هغو اغېز پر ورځېني ژوند باندې خبرې وکړې، اطلاعاتو ته لاسرسی یې د هېوادوالو له مهمو حقونو څخه و ګاڼه.ښاعلي ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی په ادارو کې د روڼتیا او د ادارو اړ کول ځواب ورکولو ته د معاصرې ټولنې اړتیا و بلله او له ګډونوالو نه یې وغوښتل چې له دغه قانوني حق څخه د ټولنې د پرمختګ، بیارغونې، ټولنیز امنیت او د حکومت لخوا خلکو ته د خدمتونو نه په څار کې ګټه واخلي.
ښاغلي ارباب وویل:"وګړي حق لري چې د ادارو له اجراتو او کړنو خبرتیاولري او د هغو په اړه پوښتنې وکړي، ځکه چې اداري خلکو ته د خدمت لپاره دي او په دې برخه کې باید وګړو ته ځواب ویونکې واوسي" نو له همدې امله اطلاعاتو لاسرسی د ځواب ورکولو او روڼتیا لپاره اغېزمنه لار ده.
ورپسې ښاغلي صفي الله صافي، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمیسون نه د پوهاوي پروګرام جوړولو د مننې ترڅنګ زیاته کړه" اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړه د پوهاوي پروګرام له جوړولو نه هدف دادی چې وګړي له دې حق نه خبر کړي تر څو له د حق نه د محرکې قوې په توګه د حکومت ماشین په حرکت راولي" له دې حق نه ګټه اخیستنه کولای شي د ټولنې په راتلونکي باندې ګټور اغېز وکړي.
په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون موندنې په دې پرګرام کې ښیي چې د حکومت او خلکو تر منځ د واټن یوازېنی لامل اطلاعاتو ته د وګړو نه لاسرسی دی. ياد پرګرام د ګډون کوونکو لخوا وستایل شو. کمیسون ژمن دی چې په حکومتي بنسټونوکې د روڼتیا او د فساد پرضد د مبارزې لپاره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه د ټولنې په مختلفو برخو په خاص ډول د ښاروالۍ په ۲۲ ناحیو کې جوړوي.
په پای کې د کډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.