اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون څخه د حکومتي رسنیو مرکز رئیس لیدنه
د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس ښاغلي لطیف محمود، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له رییس او غړو سره په لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ښه پلي کېدو او د اطلاع رسونې لړۍ په پراخوالي خبرې اترې وکړې.
په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، په ادارو کې د اطلاع رسونې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د پرمختګونو په اړه د کمېسیون له اړخه خبرې وکړې هغه زیاته کړه: د حکومت لخوا وګړو ته د غوره او موثرو اطلاعاتو ورکول، کولای شي د حکومت په کړنو د وګړو باور زیات او همدارنګه په ښې حکومتوالۍ کې د هغوی ګډون لا ډېر کړي. ځکه نو د اطلاع رسونې په برخه باید عملي ګامونه واخیستل شي.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز له کړنو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه: یاد بنسټ د سمو اطلاعاتو خپرولو له کبله پر حکومت د کورنیو او بهرنیو بنسټونو باور زیات کړی دی او تل د اطلاع رسونې به برخه لومړیتوب لري. آغلې مرام وویل؛ د دې حکومتي بنسټ په اړه باید وګړي د اطلاع رسونې په برخه کې یو بشپړ انځور ولري. هغې ټینګار وکړ چې یاد بنسټ د ښې حکومتوالۍ په پیاوړي کولو کې له ملي او نړیوالو ذیدخلو بنسټونو سره موثرې اړیکې ولري.
د کمېسیون منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، هم د دواړو اړخونو، د کمېسیون او د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز تر منځ په کاري اړیکو او همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:« اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو او پلي کولو څخه باید وګړو ته ډاډ ورکړل شي».
په پای کې ښاغلي لطیف محمود، په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ، هغه وویل:«دقیقه او پر وخت اطلاع رسونه باید په ادارو کې د حکومتوالۍ په دود بدله شي». ښاغلي محمود اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ له بنسټیزو توکو وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د غوره پلي کېدو په برخه کې له کمېسیون سره همکار وي.