اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نه د ولسمشرۍ ماڼۍ، عمومي اړيکو او ستراتېژیکې ادارې رییس او ورسره پلاوي لیدنه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۹:۲۴
aic

یکشنبه ۱۳۹۸کال، د سلواغې۱۳

د ولسمشرۍ ماڼۍ عمومي اړيکو او ستراتېژیکې ادارې رییس ښاغلي وحید عمراو ور سره پلاوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، ښاغلي وحید عمر او ور سره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د کمېسیون مهمو لاسته راوړنو لکه: د تشکیلاتو پراختیا، په بریښنایي ډول د اطلاعات غوښتلو سیستم جوړول، اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنې ستراتېژۍ جوړول، د اطلاعات غوښتلو او شکایتونو ته د رسیده ګۍ پروسه، د مسوولو ادارو له وړاندې اطلاعاتو خپرولو څارنه او په اکاډمیکو، مدني او ټولنیزو بنسټونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کولو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

aic

ورپسې مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېسیون غړو آغلې زهرا موسوي او ښاغلي حمدالله ارباب، د کمېسیون پلي کېدونکو پروګرامونو په برخه کې جدي ستونزو په هکله خبرې وکړې او د کمېسیون رسمي ماموریت یې د دولت او ملت تر منځ د اړیکو پیاوړتیا، په دولتي ادارو کې د روڼتیا او د ادارو ځواب ویل وګړو ته عنوان کړل.

ښاغلي وحید عمر، د کمېسیون له کړنو نه خوښي وښوده او د دواړو بنسټونو ګډو کارونو باندې یې په تفصیل خبرې وکړې. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یې د ښې حکومتوالۍ لپاره مهم اصل وګاڼه. ښاغلي عمر د ولسمشرۍ ماڼۍ د عمومي اړيکو او ستراتېژیکې ادارې له هر اړخیزو همکاریو، له کمېسیون او اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون د پلي کولو په برخه کې ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې ښاغلی وحید عمر د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ویاندې آغلي وزیري، د حکومتي رسنیو مرکز رییس ښاغلي فیروز بشري، د مطبوعاتي برخې سلاکار ښاغلي صافي او د حکومتي رسنیو مرکز تولیدي او نشراتي ریاست نه د ښاغلي طاهر لخوا بدرګه کېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS