اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د مدني بنسټونو هر اړخیزې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۰:۳۶
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د افغانستان د آرامۍ او پراختیا لپاره د سازماني همغږۍ ادارې(acbar)، په همکارۍ (۱۸) ملي او نړیوالو مدني بنسټونو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو او ګټې اخیستنې په هکله په مجازي ډول ګډه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ناستې جوړونکي څخه مننه وکړه. هغه د افغانستان اساسي قانون او نړیوالو سندونو پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع کولو، د کمېسیون رامنځته کېدو، د کمېسیون موخو او دندو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې ښاغلي بهادري؛ اداري فساد پر وړاندې مبارزې، ګډون او ولسواکي، روڼتیا، اغېزمن کسب او کار، بشر حقونو ته درناوی، سالم او متوازن پراختیا، ملت او دولت ترمنځ د باور په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله خبرې وکړې او ویې ویل؛ یواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو له لارې کولای شو د دولت په مختلفو برخو او د دولتي بنسټونو چارو کې د وګړو ګډون او روڼتیا تضمین کړو.

سربېره پر دې د کمېسیون رییس؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم، اطلاعاتو ته د لاسرسي پنځه کلنې ستراتېژۍ تدوین، د پنځو کړنلارو وضع کول،۱۵۱ شکایتونو ته رسېدنه، د عامه پوهاوي ۳۸ پروګرامونه، له وړاندې د اطلاعات خپرولو څخه څارنه او د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د حقیقي او حکمي اشخاصو لخوا د ۳۲۰۰ څخه زیاتو اطلاعات غوښتنو ثبتول د کمېسیون مهمې لاسته راوړنې وبللې.

ښاغلي بهادري، د اطلاعات غوښتلو څرنګوالي، د دولتي ادارو لخوا له وړاندې د اطلاعات خپرولو، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، شکایتونو ته رسېدنه، ممنوعیتونو، د اطلاعات نه ورکولو په صورت کې د تأدیبی مواردو په اړه خبرې اترې وکړې.

کمېسیون؛ اطلاعاتو ته د هېوادوالو آسانه لاسرسي په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم طراحي او جوړ کړی، چې د دې سېستم په واسطه ټول هېوادوال او سازمانونه کولای شي، په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. په پای کې ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په پار، له یاد سېستم څخه د مدني بنسټونو او رسنیو په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.

په پای کې د کمېسیون رییس د ګډنوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS