اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ګمارنه
ښاغلی عصمت الله حیدري، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس
لخوا د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې ۲۶ نېټې، ۱۳۶ګڼې حکم پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه و ګمارل شو.
دا پروګرام چې د ۱۳۹۹کال د غویي میاشتې په دویمه نېټه په کمېسیون کې جوړ شوی و، د جلاالتماب ولسمشر د حکم لوستلو او د کمېسیون غړو وینا وروسته رسما په کار پیل وکړ.
د کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د کمېسیون غړو ښاغلي حمدالله ارباب او آغلي زهرا موسوي، ښاغلي عصمت الله حیدري ته د مبارکۍ او ښه راغلاست تر څنګ په ګډ کار او همغږۍ باندې ټینګار وکړ.
په پای کې ښاغلي حیدري د جلاالتماب ولسمشر او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رهبرۍ باور څخه د مننې تر څنګ په اداره کې ګډ مدیریت او همغږي یو اصل وګاڼه او په ګډو همکاریوو یې ټینګار وکړ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د يوې رڼې پروسې له لارې د قانون حکمونو سره سم درې تنه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ محترم مقام ته د کمېسیون دارالانشا پوسټ لپاره وړاندیز کړی و. په پایله کې جلاالتماب ولسمشر د حکم پر اساس ښاغلی عصمت الله حیدري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه وګمارل شو.