اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ګمارنه

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 21 2020 3:57 PM
aic

ښاغلی عصمت الله حیدري، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس

 لخوا د  ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې  ۲۶  نېټې، ۱۳۶ګڼې حکم پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه و ګمارل شو.
دا پروګرام چې د
۱۳۹۹کال د غویي میاشتې په دویمه نېټه په کمېسیون کې جوړ شوی و، د جلاالتماب ولسمشر د حکم لوستلو او د کمېسیون غړو وینا وروسته رسما په کار پیل وکړ.
د کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د کمېسیون غړو ښاغلي حمدالله ارباب او آغلي زهرا موسوي، ښاغلي عصمت الله حیدري ته د مبارکۍ او ښه راغلاست تر څنګ په ګډ کار او همغږۍ باندې ټینګار وکړ.
په پای کې ښاغلي حیدري د جلاالتماب ولسمشر او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رهبرۍ باور څخه د مننې تر څنګ په اداره کې ګډ مدیریت او همغږي یو اصل وګاڼه او په ګډو همکاریوو یې ټینګار وکړ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د يوې رڼې پروسې له لارې د قانون حکمونو سره سم درې تنه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ محترم مقام ته د کمېسیون دارالانشا پوسټ لپاره وړاندیز کړی و. په پایله کې جلاالتماب ولسمشر د حکم پر اساس ښاغلی عصمت الله حیدري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه وګمارل شو.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS