اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او ملي راډیو تلویزیون ترمنځ د همکاریو هوکړې لاسلیک

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۵۶
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون عامولو او دودولو په پار له رسنیو سره د ګډ کار کولو لپاره ژمن دی. پر همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نن له ملي راډیو تلویزیون سره د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

دا هوکړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون دودولو او عامولو، د رسنیو له فرصتونو او امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې، د سالمې پرمختیا او پراختیا په برخه کې د دواړو اړخونو له امکاناتو او ظرفیتونو څخه اغېزمنې استفادې، د ښې حکومتوالۍ او روڼتیا لپاره د رسنیو د کارپیاوړتیا، په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښوالی او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا په پار د همکارۍ اصل دودول، د ښې حکومتوالۍ رامنځته کولو، فساد پر وړاندې مبارزې او د بیان ازادۍ په پام کې نیولو او د رسنیو د اطلاع رسونې وضعیت ښوالي لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او د ملي راډيو تلویزیون عمومي ریاست مرستیال ښاغلي عبدالغني مدقق لخوا لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS