اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له غړو سره په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې د ښې حکومتولۍ او حقوقي څانګې (امانت پروژه) د مسؤلینو لیدنه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۳:۳۵
usaid adn aic

چهارشنبه د تلې ۲۴ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په دې لیدنه کې د امانت پروژې د حکومتولۍ او حقوقي څانګې مسؤلینو د خپلې ادارې د کاري ساحې اړوند په ځانګړې ډول د فساد سره د مبارزې، عامه ادارې پیاوړتیا، روڼوالي او ښې حکومتولۍ په هکله د خپلو کړنو، او د مدني بنسټونو سره د فساد پر ضد د مرستو، ښې همغږۍ او ګډ کار اړوند عمومي معلومات ورکړل او ددې تر څنګ یې په دغه لار کې د هغو شته فرصتونو او امکاناتو څخه هم یادونه وکړه چې د ښې حکومتولۍ رامنځته کول، فساد سره مبارزه، او روڼوالي موخې څنګه په رښتینې توګه تحقق موندلای شي.
په دوام يې د کمیسیون غړو، د عامه پوهاوي او حقوقي څانګو کارکوونکو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، کمیسیون او اړونده پرمختګونو په هکله چې د اداري جوړښت، د قانون د پلي کېدا څخه د څارنې، شکایتونو ته د رسېدنې، د حق غوښتنې د پروګرامونو پلي کول، په حکومتي او مدني بنسټونو کې د عامه پوهاوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو په موخه د یو قانوني میکانیزم له لارې د نړیوالو ادارو د مالي سرچینو څخه د کمیسیون د سالمې ګټې اخیستنې اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل او د امانت پروژې سره د فساد سره د مبارزې، روڼوالي او ښې حکومتولۍ، د ولایاتو په کچه د اطلاع رسولو د کلتور د پیاوړتیا، د سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د ګومارنې، د کمیسیون کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو د تدویر او د څېړنیزو او علمي برنامو په کار اچولو په برخه کې د ګډ کار او مشترکو موخو ته د رسېدلو په لاره کې د پرتو ستونزو او ننګونو څخه په مفصله توګه خبرې وکړې.
د امانت پروژې سره د کمیسیون کاري مشترکاتو ته په کتو به په راتلونکي ناستو کې د ګډ کار پر عملي میکانیزمونو د دواړه ادارو تخنیکي ټیمونه د ګډو موخو د لاسته راوړلو په منظور عملي ګامونه پورته کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول او د دې قانون موخو ته رسېدل د ملي او نړیوالو بنسټونو تر منځ د نژدې همغږۍ، ګډ کار او هڅو غوښتنه کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون دغو موخو ته د رسېدلو په منظور د همکارۍ د ښه بستر د برابرولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS