اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس، مرستیال او منشي ټاکنه
اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون پخپل لومړنۍ غونډه کې د مرغومي په ۱۰ مه ڼیته، عین الدین بهادری د رئیس په توګه د دوو کالو او شپږ میاشتو لپاره وټاکه.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۲۲ مې مادې پر بنسټ، چې کمیسیون یې ملزموي تر څو پخپل لومړنۍ غونډه کې رئیس، مرستیال او منشي وټاکه، یادې مادې ته په پام سره د یو ټولیز تفاهم پر اساس عین الدین بهادري د رئیس په ټوګه، نجیبه مرام د مرستیالې او حمد الله ارباب د منشي په توګه و ټاکل شول.
د دې تر څنګ د کمیسیون غړو له نورو کارکوونکو سره کتنې تر سره کړي او یو بل سره معرفي شول، همدا راز یې د لومړیتوبونه پر بنسټ خپل اوونیز کاري پلان هم طرح کړ او رسماً یې خپل کارونه پیل کړل.
د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي د یو رسمي غونډې په ترڅ کې د جمهور رئیس د دوهم معاون سرور دانش لخوا رسماً معرفي شول.