اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ نمانځل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۵:۴۷
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسی نړیواله ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال جلالتماب قانپوه استاد سرور دانش، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس او غړو، د کابینې غړو، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي، په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر، د دیپلوماتیکو او نړیوالو بنسټونو استازو، مدنې ټولنو او رسنیو استازو په شتون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ارګ کې ونماځل شوه.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ نماځغونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهاردي، د لوړپوړو دولتي چارواکو، د دیپلماتیکو، د نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنو او رسنیو استازو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې په مډرنه حکومتوالۍ کې مهم عنصر وباله. هغه د ژوند په مختلفو برخو سیاسي، اقتصادي، فرهنګې او ټولنیز ژوند کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت باندې خبرې وکړې. او ویې ویل:«په لوړه کچه اطلاعاتو ته لاسرسی، د فساد پر وړاندې مبارزې اصلي کلي ده چې د افغانستان په تارخ کې د محرمیت دود اوږد تارخ لري او د دولت په جوړښت کې په بروکتیک ډول تر سره شوې ده. جدي اړتیا ده چې ولسواکي ارزښتونو او ټولنې ته ژمن کسان، د اطلاعاتو ازاد دوران لپاره اړین اقدامونه تر سره شي».

د ښاغلي بهادري په اند، پرته له اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه د دموکراتیک دولت ادعا کول سمه نه ده او د ولسواکي نظام شونی نه دي. په دولتي بنسټونو کې د مسوولینو لخوا د اطلاعاتو پټوالي دود د فساد شتوالي پرته بل څه نه دي. له همدې امله، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې هېوادوالو ته د اطلاعاتو ورکولو

aic

پرته بله لار نشته.

د کمېسیون رییس همدارنګه زیاته وویل؛ له مدني ټولنو او رسنیو سره د اړیکو پیاوړي کول، د ولایتونو په کچه د پوهاوي پروګرامونو ترسره کول، د اطلاعاتو ډلبندي، په دولتي بنسټونو کې د اطلاع رسونې دود عامول، اطلاعاتو ته د لاسرسي ستراتېژي ماهیت او مبنا پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې له ذیدخلو ادارو سره ګډ پروګرامونه پلي کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي ستراتېژي پر بنسټ، په ولایتونو کې د پوهاوي پروګرامونه زیاتوي او په دولتي بنسټونو کې د اطلاعاتو ډيجیټل کولو باندې کار پیلوي، تر څو د اطلاعاتي بانک په جوړولو کې کټور تمام شي تر څو هېوادوال، څېړنیز بنسټونه او خبریالان د خلاصې حکمتوالۍ په ښوالي او د دولت په چارو کې له اطلاعاتو څخه استفاده وکړي.

د کمېسیون رییس د افغانستان د دولت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په لوړه کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه ملاتړ او د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره سم د کمېسیون د پرېکړو په پلي کولو کې همکاري وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د افغانستان د دولت د مشرتابه ملاتړ، په ټولنه کې د دې حق په تامین باندې د باور ښکارندوي یې کوي. د همدې لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ په هکله د افغانستان اسلامي جمهور رییس جلالتماب محمد اشرف غني پیغام د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي لخوا ولوستل شو. د دولت د مشرتابه د پیغام بنسټیزه منځپانګه د جمهوریت په رڼا کې د ټولو دولتي بنسټونو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو او د ټولو پروژ، کړنو او د عامه ادارو کارونو په هکله اطلاعاتو ته د هېوادوالو، خبریالانو، څېړونکو بشپړ لاسرسي باندې یې ټینګار و.

ورپسې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال جلالتماب قانونپوه سرور دانش، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د تېرو دوه کلنو په هکله د کړنو او کارونو څخه ستاینه وکړه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د افغانستان اساسي قانون ۵۰ مادې، د بشر حقونو د نړیوالې اعلامې ۱۹ مادې، د سیاسي او مدني نړیوال میثاق پر بنسټ په ټولنه کې د بشر له بنستیزو حقونو څخه وباله. هغه وویل:«ښه حکومتوالي یو څه ځانګړنې لري چې روڼتیا د ښې حکومتوالۍ له مهموځانګړنو څخه ده، همدارنګه دولتي بنسټونه د اطلاعاتو امانتدار او وګړي یې اساسي څښتنان دي».aic

د ښاغلي دانش په اند، اطلاعاتو ته د په زیاته کچه د وګړو لاسرسی د دې لامل کېږي چې د افغانستان په ټولنه کې اطلاعاتو ته لاسرسی په یو اساسي حق مطرح شي. همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول دودولو ته اړتیا لري تر څو په ټولنه کې د دې حق واقعي فلسفه ښکاره شي. د ولسمشر مرستیال اطلاعاتو ته د لاسرسي شاخصونه په سیاسي او حقوقي برخه کې توضیح کړل او يو ځل بیا یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د افغانستان د دولت د مشرتابه ژمنو او د کمېسیون کړنو څخه ملاتړباندې یې ټینګار کړ.

اطلاعاتو ته لاسرسی د نړیوالو اسنادو پر بنسټ د بشر له اساسي حقونو څخه دی او د ملګرو ملتونو د سازمان د کار بنسټ جوړوي. د افغانستان د ملګرو ملتونو ځانګړې سرمنشي آغلې دیبوراه لیونز اطلاعاتو ته د لاسرسي نړواله ورځ د افغانستان ټولو وګړو ته مبارک کړه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ژوند د خوندیتوب، د باور ضامن او مهم عنصر وباله هغې وویل:«اطلاعاتو ته لاسرسی د مرګ او ژوند پرتله ده. یعني اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د بشر د ژوند د خوندیتوب پورې تړلی ده او اطلاعاتو ته نه لاسرسي د بشر د مرګ په مانا دی».aic

د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړې سرمنشي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت د لویو نړیوالو بحرانونو په مدیریت په ځانګړي ټوګه د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزې خبرې وکړې. هغې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د عامه بنسټونو له مکلفیتونو څخه وګاڼه. آغلې لیونز له مدني بنسټونو، رسنیو او دافغانستان دولت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس ښاغلي نجیب شریفي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو په ستونزو خبرې وکړې او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل تر څو د دولتي بنسټونو د اطلاع ر سونې په برخه کې د هغوی په رویه باندې بیا غور وکړي او د ټولنې د واقعیت سره سم ټول خبریالان په ادارو کې شته اطلاعاتو ته یو ډول لاسرسی ولري. همدارنګه ځانګړی څارنیز میکانیزم جوړ شي تر څو د هغه په رڼا کې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی وڅېړل شي.aic

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS