اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ولمانځل شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۰:۳۰
Aic

چهارشنبه 17 میزان 1398
کابل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون نن سهار د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ولمانځله.
په ياده لمانځغونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي مرستيال ټوبي لينزر، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو معين حسين فاضل سانچارکي، د بشري حقوقو کميسيون مرستيال نعيم نظري، د دولتي او غيردولتي ادارو مسئولينو ګډون کړی وو.
په دې لمانځغونډه کې چې د يونسکو په مالي همکارۍ جوړه شوې وه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون رئيس عين الدين بهادري د دې ورځې مبارکې وويله او له حکومتي ادارو څخه يې مننه وکړه چي د کميسيون ملاتړ او د قانون په طبيق کي همکاري کوي.
ښاغلي بهادري وويل اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر تعديل او د جمهور رئيس تر توشيح وروسته په نړيواله سطحه لومړی مقام ترلاسه کړ. نوموړي د کميسيون د فعاليتونو په باب معلومات وړاندې کړل او د کميسيون د غړو په استازيتوب يې ژمنه وکړه چې په ټول توان به د دې قانون د تطبيق لپاره هلې ځلې کوي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معين حسين فاضل سانچارکي د کميسيون د ايجاد او فعاليتونو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې ټول رسنيز بنسټونه بايد له کميسيون سره همږغي او همکاري ولري تر څو دا قانون په ښه توګه عملي شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال ټوبي لينزر له کميسيون سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل اطلاعاتو ته لاسرسی په حکومت کې د شفافيت محرک ځواک دی او کولای شي په حکومت کې د خلکو ګډون ته بستر هوار کړي. نوموړي زياته کړه اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتولۍ اساسي عنصر دی چې د خلکو او حکومت تر منځ باور رامنځته کوي.
د ويناوو په وروستيو کې ښاغلي نعيم نظري او ښاغلي ناصر تيموري د بشري حقوقو او ساختماني پروژو د تطبيق له لحاظه اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهميت خبرې وکړې او په دولتي ادارو کې موجود اطلاعات يې د خلکو ملکيت وباله چې اطلاعاتو ته له لاسرسي پرته حکومت يوه ډيموکراټه او ولسي بڼه نه شي درلودای.
د لمانځغونډې دوهمه برخه اطلاعاتو ته د لاسرسي بحث ته ځانګړې شوې وه.

aic
په پيل کې د نی رئيس عبدالمجيب خلوتګر اطلاعاتو ته د لاسرسي پر فرهنګي ستونزو خبرې وکړې او دا مشکلات يې پر څلورو برخو د محرميت فرهنګ، له اطلاعاتو څخه استفاده نه کولو فرهنګ، د معافيت فرهنګ او عدم تعقيب فرهنګ باندې ووېشل. هغه زياته کړه چې رسنۍ د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې مهم نقش لري څو اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولنې د يوې مهمې اړتيا په توګه وښيي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون مرستيالې نجيبې مرام د قانون په باب مفصل معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو خلکو حق دی او دې قانون ټولې حکومتي ادارې مکلفي کړې چې مخکې له مخکې له ولس سره اطلاعات شريک کړي.
په وروستيو کې آغلې فريدې نېکزاد په تحقيقي ژورناليزم کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر نقش او اکبر رستمي د اطلاع رسونې د مسئولينو پر مسئوليتونو بحث وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS