اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه، مالیې وزارت کې د عامه پوهاوي پروګرام
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهاادري، د مالیې وزارت مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران، د دې وزارت د مختلفو څانګو رییسانو او کارکوونکو په شتون کې تر سره شو.
په دې پروګرام کې ښاغلي عین الدین بهادري، د افغانستان د دولت په جوړښت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت، د روڼتیا او وګړو ته د دولت ځواب ویلو په اړه خبرې وکړې او د مالیې وزارت یې خلکو ته د اطلاعاتو ورکړې مهمه او حساسه سرچینه وګڼله.
ښاغلي بهادري وویل:« اطلاعاتو ته د ګړو لاسرسی، د وګړو د رضایت او په دولت کې د روڼتیا او ځواب ویلو بنسټ دی چې دولت د خلکو له رضایت نه پرته ګټه او موثریت نلري». هغه زیاته کړه، د ادارو لخوا اطلاع رسونه د حساب ورکونکې او د بندې حکومتوالۍ د پای په مانا دی. ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د حکومت په مختلفو چارو کې لکه د ملي بودجې او داسې نورو مالي چارو جوړول د وګړو ګډون لپاره زمینه برابروي. همداشان له دې لارې د دولت او ملت تر منځ باور زیات او د هېواد د هوساینې لامل کېږي.
د کمېسیون رییس وویل:«لکه څرنګه چې اطلاعاتو ته لاسرسی په ورځیني ژوند کې مهم بدلونونه رامنځته کوي، همداشان په ښې او رڼې حکومتوالۍ کې هم مثبت اغېز لري چې د حکموت د پياوړتیا سبب کېږي».
ورپسې ښاغلي عبدالحبیب ځدران، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو ستاینې تر څنګ زیاته کړه:« د مالیې وزارت مشرتابه ژمن دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په مرسته او د دې قانون د حکمونو پر بنسټ د اطلاع رسونې په برخه کې لازم کوښښونه وکړي». هغه د وګړو پوهاوی د بودجې او د بودجې جوړونې په برخه کې او هغه مالیات چې دوی یې دولت ته ورکوي د حکومتي کړنو د ښه والي لپاره مهم عنوان کړل.
په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ورکولو طریقو، اطلاع رسونې مسوول دندو، اطلاعات غوښتلو طریقي، د شکایت وخت، شکایتونو ته د رسیدنې لاروچارو او د وګړو ملاتړ په اړه پرېزنټېشن او اړین معلومات ورکړل.
او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.