اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه، مالیې وزارت کې د عامه پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 24 2020 2:02 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهاادري، د مالیې وزارت مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران، د دې وزارت د مختلفو څانګو رییسانو او کارکوونکو په شتون کې تر سره شو.

په دې پروګرام کې ښاغلي عین الدین بهادري، د افغانستان د دولت په جوړښت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت، د روڼتیا او وګړو ته د دولت ځواب ویلو په اړه خبرې وکړې او د مالیې وزارت یې خلکو ته د اطلاعاتو ورکړې مهمه او حساسه سرچینه وګڼله.

ښاغلي بهادري وویل:« اطلاعاتو ته د ګړو لاسرسی، د وګړو د رضایت او په دولت کې د روڼتیا او ځواب ویلو بنسټ دی چې دولت د خلکو له رضایت نه پرته ګټه او موثریت نلري». هغه زیاته کړه، د ادارو لخوا اطلاع رسونه د حساب ورکونکې او د بندې حکومتوالۍ د پای په مانا دی. ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د حکومت په مختلفو چارو کې لکه د ملي بودجې او داسې نورو مالي چارو  جوړول د وګړو ګډون لپاره زمینه برابروي. همداشان له دې لارې د دولت او ملت تر منځ  باور زیات او د هېواد د هوساینې لامل کېږي.کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د کمېسیون رییس وویل:«لکه څرنګه چې اطلاعاتو ته لاسرسی په ورځیني ژوند کې مهم بدلونونه رامنځته کوي، همداشان په ښې او رڼې حکومتوالۍ کې هم مثبت اغېز لري چې د حکموت د پياوړتیا سبب کېږي».

ورپسې ښاغلي عبدالحبیب ځدران، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو ستاینې تر څنګ زیاته کړه:« د مالیې وزارت مشرتابه ژمن دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په مرسته او د دې قانون د حکمونو پر بنسټ د اطلاع رسونې په برخه کې لازم کوښښونه وکړي». هغه د وګړو پوهاوی د بودجې او د بودجې جوړونې په برخه کې او هغه مالیات چې دوی یې دولت ته ورکوي د حکومتي کړنو د ښه والي  لپاره مهم عنوان کړل.

په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ورکولو طریقو، اطلاع رسونې مسوول دندو، اطلاعات غوښتلو طریقي، د شکایت وخت، شکایتونو ته د رسیدنې لاروچارو او د وګړو ملاتړ په اړه پرېزنټېشن او اړین معلومات ورکړل.

او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS