اطاعلاتو ته د لاسرسي کمېسیون د نوبتي غونډې راپور
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ۱۳۹۹کال د غوایي ۲۳نېټې نوبتي غوڼده د کمېشسنرانو، دارالانشا رییس او سلاکارانو په شتون کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د بنسټیزو بحثونو سربېره د لاندې موضوعاتو په اړه تصمیمونه ونیول شول:
۱- د دارالانشا ریاست د مخکېنیو پرېکړو پلي کولو په اړه راپور وړاندې او د راتلونکو اقداماتو څېړلو اوطی مراحل کولو په اړه یې ډاډ ورکړ. په دې سربېره هغه د دارالانشا ریاست د عمومي کړنو په اړه هم راپور ارایه کړ.
۲- د کمېسیون کمیشنرانو د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته، په برخه کې د یاد کمېسیون د پرېکړو پلي کولو څرنګوالي په اړه څېړنه وکړه او د سرغړونکو ادارو او بنسټونو په اړه د تادیبي او موییداتي پرېکړې یې تصویب کړې.
۳- د تشکیل سکالو«اطلاعاتو ته د لاسرسي مشورتي شورا» د غونډې ګډونوالو لخوا وڅېړل وشوه، په اصل کې تصویب، د ترکیب او جزیاتو په اړه به یې وروسته کار وشي.
۴- کمېشنرانو هدایت ورکړ چې شکایتونو ته د رسیدنې کړنلاره او د کمېسیون د پرېکړو پلي کېدو کړنلاره، د کړنلارو تدوین کمېټې له لومړنیو کارونو څخه ده او کمېشنرانو ته دې راپور ورکړي.
جلسه با دعاییه خیر و آرزوی مؤفقیت به پایان رسید