سولې لپاره د ښوونیزې او څېړنیزې موسسې (PTRO) د سیمه ییزو دفترونو روزونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا ښوونیز پروګرام په آنلاین ډول تر سره شو.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۴:۵۸
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا آنلاین ښوونیز پروګرام د مجینټا دفتر په همکاري د ۱۴۰۰کال د غوايي ۲۸مه، سه شنبه ورځ، سولې لپاره د ښوونیزې او څېړنیزې موسسې (PTRO) د سیمه ییزو دفترونو ؛ کابل، ننګرهار، هرات، تخار او قندهار ولایتونو روزونکو ته ترسره شو.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه خبرې وکړې، مهم مفاهیم، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مواد او همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم یې توضیح کړ. سربېره پر دې نوموړي په ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS