د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sat, Nov 07 2020 12:32 PM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په شتون کې به دې وزارت کې ترسره شو.

په پیل کې ښاغلي آریوبي، د ښه راغلاست؛ د روڼتیا او اداري فساد په برخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو د ستاینې تر څنګ؛ اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ښې او خلاصې حکومتوالۍ یوه نښه وګڼله. هغه وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په مشورو او همکاریو به په یاد وزارت کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین کړي.

aic

ورپسې آغلې موسوي وویل؛ حساب ورکول، روڼتیا او اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ له ځانګړنو څخه ده. ادارې باید حساب ورکولو او روڼتیا په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین کړي. هغې زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه پرته نشو کولای د روڼتیا او اداري فساد پر وړاندې مبارزې په هکله بحث وکړو، ځکه چې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی اړین دی.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د یو پرېزینټېشن له لارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS