د امریکا د متحده ایالاتو د څار ځانګړې ادارې (SIGAR) مسوولینو سره د کمېسیون رییس او غړو ګډه ناسته

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 19 2020 8:23 PM
Aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او د کمېسیون غړي ښاغلي حمدالله ارباب د امریکا د څار ځانګړې ادارې مسوولینو آغلې مارګاریت او ښاغلي کریس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. په دې ناسته کې ښاغلي عین الدین بهادري، د ګمارنې پروسه کې د روڼتیا، د کمېسیون کاري دفتر په اړه، د کمېسیون څارنیز پروګرامونو، د انلاین سېستم جوړېدو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پنځه کلنې ستراتېژۍ او د عامه پوهاوي پروګرامونو په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي بهادري، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې، په حکومتوالۍ کې د ګډون او روڼتیا تامینولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول اغېزناک وباله او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ښې حکومتوالۍ په اړه یو مهم ګام عنوان کړ. ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، په ادارو کې د محرمیت دود شتون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو پر وړاندې یو لوی خنډ وښود او د اطلاعاتو دیجیټل کول یې د اطلاع رسونې په برخه کې د اسانتیا مهم اصل وګاڼه ښاغلي ارباب وویل:«په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر وړاندې د ځینو ستونزو تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق په پلي کولو کې پرمختګونه هم شته». هغه همدارنګه یادونه وکړه، په افغانستان کې د سرچینو ډېره برخه د تمویل کوونکو او بهرنیو بنسټونو لخوا لګول کېږي چې دغو اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن دی، ځکه نو وړاندیز کېږي چې د امریکا د څار ځانګړې اداره په دې برخه کې له اړوندو بنسټونو سره خبرې وکړي او هېوادوالو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره شي. په پای کې آغلې مارګاریت او ښاغلي کریس، له کمېسیون څخه د سیاسي ملاتړ تر څنګ د انلاین سېستم، د مېک او پلټنې عالي ادارې سره د کمېسیون کار، د کارکوونکو ګمارنې پروسې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق په تړاو عامه پوهاوی، د فساد پر وړاندې مبارزې سکرتریت سره د کمېسیون کار، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د ستراتېژۍ پلي کول او د جینوا ناستې په تړاو د کمېسیون ژمنو په اړه پوښتنې وکړې چې ښاغلي بهادري او ښاغلي ارباب ورته هر اړخیز ځوابونه ورکړل. همداشان یې په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په اړه د څارنې ځانګړې ادارې ته وړاندیزونه مسوولینووکړل

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS