د تدارکاتو ملي ادارې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 20 2020 9:54 AM
aic

۱۳۹۸، د سلواغې ۳۰، چهارشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله دا پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون،غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د مسلکي مرستیال ښاغلي ویس رحمیي ، رییسانو،سلاکارانو او د ملي تدارکاتو د مختلفو ادارو امرینو په شتون کې تر سره شو.

په دې پروګرام کې ښاغلي حمدالله ارباب، په دیموکراتیکو نظامونو کې د ښې حکومتوالۍ لپاره اساسي بنسټ اطلاعاتو ته لاسرسی وباله، د حکومت مسولین او کارکوونکي یې د اطلاعاتو امانتداران او ساتونکي وګڼل همدارنګه یې د قانون په رڼا کې هېوادوالو ته د اطلاعاتو په ارایه کول ټینګار وکړ.

هغه اطلاعاتو ته لاسرسی د اوسنۍ ټولنې او فساد پر وړاندې مبارزې لپاره اړین کار وګاڼه او زیاتهaic یې کړه: « وګړي حق لري چې په ادارو کې شته اطلاعاتو، کړنو، پروګرامونو، بودجې، قراردادونو او د دولتي لوړپوړو معاشونو په اړه معلومات ولري».

ښاغلي ارباب زیاته کړه: « په ولسواکي نظامونو کې ټولې ادارې او مسوولین د وګړو خدمت او هغوی ته د ځواب ویلو لپاره تیار وي». نو په د ې اساس په ادارو کې د شته اطلاعاتو اصلي مالکان عام وګړي دي او د قانون په رڼا کې حق لري چې په ادارو تر سره کېدونکو کارونو په اړه اطلاعات ولري، تر څو د حکومت په پرېکړو کې فعال رول ولري.

په پای کې ښاغلي ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د هدفونو، اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیدنې په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS