د چارو ادارې له سرپرست رئیس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړو لیدنه

Anonymous (not verified)
Sun, Feb 09 2020 12:30 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ښه پلي کېدو لپاره د دولتي بنسټونو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده. نو هیله مند یو چې ټول دولتي بنسټونه، د دې قانون د موخو پلي کېدو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. ځکه نو اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېسیون غړو ښاغلي حمدالله ارباب او زهرا موسوي د ولسمشرۍ چارو ادارې له عمومي رییس ښاغلي الهام عمر هوتکي سره وکتل. د دې لېدنې بنسټیز هدف اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ښه پلي په برخه کې همغږي او په دې برخه کې د شته ستونزو له منځه وړل وه.

په پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په برخه کې د کمېسیون له پرمختګونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، همداشان یې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د وګړو ستونزو په ځانګړي توګه د اطلاع رسونې مراجعو څخه نه ملاتړ او متقاضیانو ته په وخت د اطلاعاتو نه ورکول له جدي ستونزو وبللې. د دولتي ادارو یوه ژمنه د قانون د پلي کولو په برخه کې د اطلاع رسونې مسوولینو څخه ملاتړ دی تر څو د وګړو لاسرسی اطلاعاتو اسانه کړي او د متقاضیانو غوښتنو ته د قانون په رڼا کې ځواب ورکړي.

د ولسمشرۍ چارو ادارې عمومي رییس ښاغلي الهام عمر هوتکي په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي په برخه کې د کمېسیون له کړنو څخه خوښي وښوده او ډاډ یې څرګند کړ چې د چارو په اداره کې به د اطلاع رسونې مسوول ګمارنې او پیاوړتیا څخه ملاتړ کوي او د تر سره شوو غوښتنو په اساس به اطلاعات غوښتونکو ته وړاندې کړي.

څه موده مخکې له یادې ادارې څخه د یو لړ اطلاعاتو غوښتنه شوې وه خو د ادارې مخکینۍ رهبرۍ د اطلاعاتو له وړاندې کولو څخه ډډه کړې وه.

د چارو ادارې عمومي رییس اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په بشپړ ډول پلي کولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د رسمي مکتوب په اساس به ټولو بنسټونو ته د قانون په رڼا کې هدایت وشي چې اطلاعات له وړاندې د وګړو او رسنیو سره شریک کړي او د اطلاع رسونې مسوول ګمارنه دې، د قانون حکمونو سره سم تر سره شي.

ښاغلي هوتکي د لوړ پوړ چارواکو ساتنه او مصونیت د دولت مسوولیت وباله او د کمېسیون د مخکېني وړاندیز پر بنسټ یې څلور موټره چې د کمیسیون غړو لپاره تدارک شوي وو، د کمیسیون غړو ته تسلیم کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS