سوداګرۍ او صنعت وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پرګرام

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۹:۷
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو ته ژمن دی. کمېسیون، د قانون په هکله پوهاوی د قانون پلي کولو لپاره ضمانت ګڼي. همدې لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هلکه د پوهاوي پروګرام د یاد وزارت وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني، د کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون په شتون کې د دې وزارت رییسانو او مشاورینو ته ترسره شو.

آغلې موسوي، اطلاعاتو ته لاسرسی یو وګړیز حق وګاڼه او ویې ویل؛ د ادارو مشرتابه مکلف دي چې په خپلو ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. نوموړې زیاته کړه؛ اطلاعات په خپل ذات کې قدرت دی خو که چېرته دا اطلاعات یواځې د ادارو په اواک کې وي، په ادارو کې د پټوالي او خپل سرۍ لامل کېږي. د کمېسیون کمېشنرې وویل؛ هر څومره چې اطلاعاتو ته لاسرسی ښه تامین او پلی شي په همغه کچه فساد کمېږي. همدارنګه آغلې موسوي، وګړیزه څارنه او پلټنه د روڼتیا اصل وباله او اطلاعاتو ته لاسرسی یي وګړېزې پلټنې او څارنې لپاره غوره او ښه میکانیزم وباله.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ښاغلي غوریاني د ښه راغلاست ترڅنګ، اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو هېوادوالو حق وباله او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېڅ کړنه او فعالیت د وګړو او رسنیو څخه پټه نه ده. د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وویل؛ کله چې د ادارو کړنو ته وګړي لاسرسی ولري د هغوی ښې کړنې ستایي، کمزوریو او کمښتونو ته یې د حل لارو وړاندیز کوي. دا کړنه د ادارو د اصلاح لامل کېږي او وګړو ته دخدمتونو وړاندې کولو کې د ښوالي لامل کېږي.

په پای کې ښاغلي غوریاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو په اړه ډاډ ورکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت مشرتابه د ژمنتیا یې بیان کړه.

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS