اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کب (۹) د ځواکونو ملي ورځ ونمانځله
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د هېواد ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې وستایلې؛ په همدې مناسب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د یو رسمي محفل په لړ کې له دوی څخه ستاینه وکړه.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه، د هېواد ځواکونه؛ اتلان، د آزادۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصلي ساتوونکي وبلل او د هېواد امنیتي ځواکونو ته
درناوي، عزت او احترام باندې یې ټینګار وکړ. نوموړو، د هېواد ملي، دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ د هغوی د روحي پیاوړتیا په برخه کې اړین امر وباله.