د نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانينو پلي کولو څېړلو مشورتي ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ګډون

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۹:۲۰
aic

تېره ورځ د ۱۳۹۹کال د سلواغې ۱۳مه، د شاخصونو د پلي کیدو د څېړلو مشورتي ناسته ((SDG16.10.2 کې (په نړيواله کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامين) تل پاتې پرمختيا لپاره د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري، ښوونيز سازمان ( (UNESCOپه کوربتوب د نړۍ په کچه د ۱۶ هېوادونو رييسانو او کمېشنرانو په ګډون غیرې حضوري ترسره شوه.

د دې ناستې موخه، (اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامين) تل پاتې پراختياڅلورمې موخې، ۱۰.۱۶ ګڼې همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانينو پر پلي کېدو د څارونکو بنسټونو کړنو په پار، د نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څرنګوالي په هکله د پوښتنو مطرح کول وه.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت، د قانون د پلي کېدو څرنګوالي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کېدو پر وړاندې د ستونزو او کړاوونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د ناستې له ګډونوالو څخه يې وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله د نړۍ د کمېسيونونو د نوښتونه په پښتنو کې بنسټ وګرځوي تر څو په راتلونکي کې نور هېوادونه له دغو نوښتونو د (SDG16.10.2 موخو پلي کېدو کې استفاده وکړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کېدو ترڅنګ يې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاين سیستم په هکله هر اړخيز معلومات ورکړل او له دې سیستم څخه ګټه اخيستل يې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مهم وبلل او د ناستې د ګډونوالو لخوا دا کړنې له هرکلي سره مخ شوې.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري ښونيز سازمان(UUNESCO اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تامين تل پاتې موخو، د نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامين راپور برابر، ترتيب او د نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قوانينو ته د شرايطو برابرولو لپاره ارايه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS