اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون او شمشاد نړيوال تلويزيون ترمنځ د همکاريو هوکړې لاسليک

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۹:۱۶
AIC

اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو په پار د رسنیزو فعالانو او خبریالانو له پوهې او تجربې څخه د ګټې اخیستنې په موخه، په رسنیزو بنسټونو کې د شته وړتیاوو او فرصتونو څخه په ګټنې چې د دولتي بنسټونو روڼتیا، ځواب ویلو ته د حکومت اړ کول، د قانون حاکمیت او فساد پر وړاندې مبارزې لپاره هر اړخیزو او ګډو همکاریو ته اړتیا ده. دا هوکړه لیک، د دواړو خواوو له ظرفیتونو او امکاناتو څخه په ګټنې په ټولنه کې د مثبت بدلون او پرمختیا په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او شمشاد تلویزیون ترمنځ لاسلیک کېږي.

په پيل کې آغلې مرام، د پوهاوي په برخه کې د رسنيو رول ډېر مهم او اغېزمن وګاڼه او ويې ويل؛ په ټولنه کې د رسنيو له همکاريو پرته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينول ناشونی دی. د کمېسيون مرستیالې زياته کړه؛ د شمشاد ټلویزیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ترمنځ ياد هوکړه ليک اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي رسمي همکاريو او پوهاوي کړنو لامل کېږي.

ورپسې ښاغلي ستانکزي وويل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون سره اوږه په اوږه، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پياوړتيا او عامولو د رسنيو مسووليت او مکلفيت دی. د شمشاد ټلویزیون د دغه مسووليت او مکلفيت پر وړاندې ژمن دی. نوموړي زياته کړه؛ په ۲۱مه پيړۍ کې اطلاعاتو ته لاسرسی د بشر حقونو له بنسټيزو او حياتي حقوقو څخه ده چې ملت ته د دولت د ځواب ويلو لامل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS