د چاپيریال ساتنې ملي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د دولتي ادارو له بنسټیزو مسوولیتونو څخه دی، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې په خپلو ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو د لاسرسي شرایط برابر کړي. د وګړو لخوا د اطلاعات غوښتنې د کچې او همدارنګه د دولتي بنسټونو لخوا د فعالې اطلاع رسونې پر بنسټ کولای شو، د دولتي ادارو او بنسټونو په کړنو کې د شفافیت او خواب ویلو په هکله پرېکړې وکړو.
پورته موخو ته د رسېدو لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره کړ. د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو څخه موخه، په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کول، تحقق، د دولتي بنسټونو د پوهاوي کچې لوړول او پیاوړې کول دي.