اطلاعاتو ته د لاسرسي پياوړتيا او عامولو په برخه کې د وګړو او مدني بنسټونو همکاري، د دولتي بنسټونو د ځواب ويلو لامل کېږي.
د افغانستان روڼتیا څار ادارې ولايتي همکار ښاغلي صداقت غورځنګ، په کونړ ولايت کې ۲۰رضا کارو خکلو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله يو ورځېنی ورکشاپ ترسره کړی دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، اطلاعاتو ته د لاسرسي په پياوړتيا او عامولو کې د مدني بنسټونو همکاري يو مهم او اړين ګام بولي، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامين او د عامو وګړو د پوهاوي کچه لوړه شي. په همدې اساس کمېسيون، د افغانستان روڼتیا څار ادارې ولايتي همکار ښاغلي صداقت غورځنګ دا کړنه ستايي او له همکاريو څخه يې مننه کوي.