د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست ویاند ښاغلي ضیا ودان د شهادت په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غمشریکۍ پیغام
انالله وانا الیه راجعون
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، په کابل ښار کې د نن سهار تروریستي برید چې له امله یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست ویاند ښاغلي ضیا ودان په شهادت ورسېد په کلکو ټکو غندي
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د مرحوم ضیاودان شهادت وګړو ته د اطلاع رسونې په برخه کې یوه لویه ضایع بولي؛ کمېسیون خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب د دې پېښې قربانیانو کورنیو سره شریکوي او له خدای (ج) څخه شهیدانو ته د برین جنت او کورنۍ ته یې د زړه صبر دعا او غوښتنه کوي.