اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې د پلار حاجي محمد ګل «مرام» د وفات په مناسبت د کمېسیون د غمشریکۍ پیام
د په ډېرې خواشینۍ سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې «مرام» پلار مرحوم حاجي محمدګل «مرام» د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې او د حق داعې ته یې لبیک ووایه.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او کارکوونکي د دغې غمېزې غمشریکي لومړی د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کورنۍ او خپلو خپلوانو سره یې شریکوي او خدای بښلي ته له الله (ج) څخه د برین جنت غوښتنه کوي.
انالله و انا الیه راجعون!