حج او اوقافو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۵:۵
شهز

برنامه آگاهی دهی از حق و قانون دسترسی به اطلاعات با حضور داشت محترمه نجیبه مرام معاون کمیسیون دسترس به اطلاعات و محترم محمد عثمان طارق معین پلان و پالیسی وزارت ارشاد، حج و اوقاف؛ برای رییسان و آمرین آن وزارت از سوی کمیسیون دسترسی به اطلاعات تدویر یافت.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د حج او اوقافو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي محمد عثمان طارق په شتون کې د یاد وزارت رییسانو او آمرینو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا ترسره شو.

په دې پروګرام کې آغلې نجیبې مرام، له وړاندې د اطلاعات خپرولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په هکله خبرې کولې او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ټولنې پرمختګ لپاره اړین عنصر وباله. آغلې مرام وویل:«اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو او هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه دی؛ هغوی حق لري چې په ادراو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري». ځکه چې ادارې د وګړو خدمت لپاره رامنځته کېږي، پر همدې بنسټ پر ځواب ویلو مکلف دي. ادارې کولای شي له وړاندې د اطلاعات خپرولو په واسطه وګړو ته په ادارو کې د روڼتیا او فساد نشتوالي په اړه ډاډ ورکړي او د جعلي خبرونو خپرولو مخه نیول کېږي. د کمېسیون مرستیالې، په خپلو خبرو کې د حج او اوقافو وزارت څخه وغوښتل چې د اطلاع رسونې په برخه کې د اسانتیا په پار د اطلاع رسونې مرجع مسوول سره همکاري وکړي او د اطلاعات خپرولو لپاره اړین تجهیزات او صلاحیتونه ورته برابر کړي.

aic

محمد عثمان طارق چې په دې پروګرام کې شتون درلود؛ د دولتي ادارو کړنو او فعالیتونو باندې د وګړو باور زیاتوالي په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت خبرې کولې وویل؛ څرنګه چې د حج او اوقافو وزارت کار له وګړو سره دی، اړینه ده چې د یاد وزارت د کړنو په هکله بشپړ اطلاعات ولري. ښاغلي طارق د دې وزارت د تدارکاتي پروسو په یادولو له ټولو څانګو وغوښتل چې د اطلاع رسونې په برخه کې مخکښ وي او څه چې د وګړو حق وي ورته تامین یې کړي. د حج او اوقافو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري کوي.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني، د یو پریزینټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د اطلاعاتو ډلبندي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون منبا او اطلاعاتو ته د لاسرسي باندې حاکم اصولو، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو، د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کولو او دندو، د وګړو خوندیتوب په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

سپس محترم جعفر ایشانی کارشناس آگاهی عامه کمیسیون دسترسی به اطلاعات، با ارایه پریزینتیشن در مورد دسترسی به اطلاعات، مبنای حق دسترسی به اطلاعات، اهداف قانون دسترسی به اطلاعات، مبنای قانون دسترسی به اطلاعات، وظایف و صلاحیت های کمیسیون، نشر سالانه اطلاعات، ایجاد مرجع اطلاع رسانی، وظایف آن و مصئونیت اشخاص و سیستم آنلاین دسترسی به اطلاعات به تفصیل معلومات ارایه نموده و در اخیر به سوالات اشتراک کنندگان نیز پاسخ ارایه گردید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS