د مالیې وزارت مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران په مشرۍ، د استماعیه غونډو په دوام د ۱۴۰۰مالي کال د بودجې طرحې استماعیه غونډه، د ۱۳۹۹ کال د لړم په لومړۍ نېټه په مالیه وزارت کې ترسره شوه.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۴:۵۲
aic

په دې ناسته کې چې د بودجې کمېټې غړو او د مدنې ټولنو غړو شتون درلود، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو مرستیالۍ، ملي ستنډرډ ادارې او د ملي پخلاینې شورا خپلې بودجوي اړتیاوې وړاندې کړې چې د بودجې کمېټې لخوا ورباندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

aic

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل چې دولتي ادارې باید خپلې بودجوي اړتیاوې د دولت مالي امکاناتو په پام کې نیولو، له غیرې ضروري لګښتونو څخه مخنیوی، د روڼتیا اصل تامین، د وګړو ستونزو ته رسېدنه او پرمختیايي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره طرحه کړي.

د یادولو وړ ده چې په استماعیه غونډه کې دولتي ادارې خپلې بودجوي اړتیاوې وړاندې کوي او د بودجې کمېټه، د مالي امکاناتو او نافذه قوانینو په رڼا کې په بودجوي طرحه کې شاملوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د یادې ادارې د اړتیاوو پر بنسټ د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره خپله بودجه ۱۶۵ میلیونه افغانۍ طرحه، د مالېې محترم وزارت او د بودجې ملي کمېټې ته وړاندې کړه. د مالیې وزارت د مالي محدودیتونو پر اساس یاده بودجه ۱۲۵ میلیونه افغانی تایید او موافقه یې وکړه. په همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د مالیې محترم وزارت او د بودجې ملي کمېټې څخه د راتلوونکي مالي کال لپاره د بودجې طرحې او ترتیب په پار مننه کوي.

د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ۱۴۰۰ کال نوي تشکیل لپاره د بودجې غوښتونکی شو چې د مالیې محترم وزارت او د بودجې ملي کمېټې په ځواب کې وویل؛ د ۱۴۰۰کال تشکیل په برخه کې به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له پرنسیب، تایید او طی مراحل وروسته د د ۱۴۰۰ کال تشکیل پر بنسټ د بودجې زیاتوالي کې همکاري وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS