د دولتي بنسټونو وياندويانو او خبريالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته
دا ناسته اطلاعاتو د لاسرسي کمېسيون او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په نوښت، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرايي مسوول ښاغلي صدیق الله توحیدي، د حکومتي اطلاعاتو او رسنيو مرکز رييس او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند ښاغلي لطيف محمود، د ماليې وزارت ، د زېرمو او پترولیم وزارت وياندويانو په شتون کې د خبريالانو او د دولتي بنسټونو وياندويانو تر منځ د اړیکو او همغږیو پیاوړتیا په پار د خبريالانو خونديتوب کمېټه کې ترسره شوه.