د افغان ښځو شبکې له رييسې سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د مشرتابه هیأت ليدنه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۳۸
aic

دا ليدنه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د افغان ښځو شبکې رييسې آغلې روشن مشعل په شتون کې د ګډو همکاريو او اطلاعاتو ته د ښځو لا ډېر لاسرسي په پار تر سره شوه.

په پيل کې آغلې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل. هغې وويل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځوسمې مادې په رڼا کې ادارې مکلفې دي اطلاعات غوښتونکو ته ورکړي. آغلې مرام زياته کړه، موږ بايد ښځو ته داسې زمينه برابره کړو چې پرته له کومې وېرې له ادارو اطلاعات وغواړي.

ورپسې آغلې موسوي وويل: میرمنې بايد ټولو خپلو حقونو ته لاسرسی ولري چې اطلاعاتو ته لاسرسی هم د همدې بشري او بنسټيزو حقونو له ډلې څخه دی؛ بايد چې لاسرسی ورته ولري. هغې همداراز وويل، څرنګه چې ښځې، د افغانستان متضرره قشر دی؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم، د اطلاعات غوښتلو په برخه کې د مېرمنو لپاره امنيت او خونديتوب لا ډېروي‌.

همدارنګه آغلې مشعل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون له کړنو او غوښتونکو ته د انلاين سېستم رامنځته کولو د ستاینې تر څنګ وويل: په دولتي ادارو کې د محرميت دود شتون اطلاعاتو ته د ښځو لاسرسي پر وړاندې لوی خنډ دی. هغې زياته کړه، اطلاعاتو ته د ښځو لاسرسی د هغوی له بشري او وګړیزو حقونو له ډلې څخه دی چې ښځې بايد له دې حق څخه يې محرومې نه شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو اړخونو ترمنځ د ګډو همکاريو لپاره يوه هوکړه لاسليک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS