د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست نوې وېبپاڼه پرانېستل شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۹:۱۴
aic

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست نوې وېب پاڼه، د ۱۳۹۹کال د وږي په ۳۱مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب په شتون کې پرانېستل شوه. ښاغلي بهادري، د دې وېبپاڼې منځپانګه د ښې حکومتوالۍ په جوړولو کې مهم ګام وباله او ویې ویل؛ دا وېبپاڼه ټولو ادارو ته د ځواب ویلو ښه نمونه دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست دا کړنه، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په برخه کې اغېزناکه بولي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د چارو ادارې له عمومي ریاست مشرتابه څخه وغوښتل چې خپلو کړنو پورې اړوند اطلاعات، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له معیارونو سره سم مخکې له مخکې هېوادوالو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS