د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د دولتي بنسټونو له عمده مکلفيتونو څخه دي.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۴:۳۶
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري او د دارانشا رييس ښاغلي عصمت الله حيدري د بلخ ولايت والي ښاغلي محمد اسحاق رهګذر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو او په محلي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي حق تامينولو په پار خبرې اترې وکړې.

په پيل کې ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د لنډې پېژندنې تر څنګ، د کړنو او د کمېسيون د پروګرامونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي بهادري، د ولايتونو او ولسواليو په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينول د خلاصې حکومتوالۍ او د ديموکراتيک نظام جوړښت لپاره د ټولنې لومړنيتوبونه وبلل. ځواب ويل او روڼتيا د ښې حکومتوالۍ له مولفو څخه دی چې د قانون د حدودو په رڼا کې اطلاعاتو ته د وګړو په صورت کې تامینېږي 

aic

اطلاعاتو ته لاسرسی له یوه اړخه د ملت او دولت تر منځ د باور لامل کېږي او بلې خوا د دولت په جوړښت کې د فساد مخنیوی او جرړې یې باسي. ځکه نو باید چې د دولتي بنسټونو مسوولینو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو لپاره مهم او عملي ګامونه واخلي تر څو د ټولنې برخلیک ټاکوونکو پرېکړو کې وګړیز ګډون ته زمینه برابره شي.

د بلخ والي سره د کمېسیون د رییس د لیدنې موخه، د بشر حقونو نړیوالې اعلامې ۱۹ مادې تحقق، همدارنګه د هېواد د اساسي قانون ۵۰ مادې پلي کول و چې په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو د هېوادوالو لاسرسی یې په رسمیت پېژندلی. له بله اړخه افغانستان د توکیو او جینوا ناستې د ژمنو په عملي کولو چې د روڼتیا او ځواب ویلو په تامینولو په مانا دی مکلف دی. یواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول، کولای شي افغانستان د نړیوالو ژمنو پلي کولو کې مرسته وکړي.

ورپسې ښاغلي اسحاق رهګذر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو په مننې ترڅنګ، د یاد کمېسیون پروګرام هم وستایه. ښاغلي رهګذر، د بلخ سیمه ییزې ادارې د کړنو ستاینې تر څنګ، د اطلاع رسونې په هکله وویل: سیمه ییزې ادارې تل کوښښ کړی چې د رسنیو له استازو سره په اړیکې او همغږۍ وکړای شي د سمیه ییزې اداري له کړنو وګړي خبر کړي. هغه اطلاعاتو ته لاسرسی او د دولتي بنسټونو له کړنو څارنه د وګړو له بنسټیزو حقونو او د ځواب ورکونکي دولت له اړتیاوو عنوان کړ. ښاغلي رهګذر ژمنه وکړه چې په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي حق تامینولو لپاره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې فعال رول ولوبوي. د بلخ والي، د کرونا ویروس په هکله ځانګړې شوې بودجې لګښت په برخه کې د ولایتي شورا او وګړو څارنه د ښې او ځواب ویوونکې حکومتوالۍ نمونه وبلله او په ولسواکي نظامونو کې د وګړو ګډون او مستقیمه څارنه مهم او اړین عناصر وښودل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS