اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم څخه د غوښتل شویو اطلاعاتو د جزیاتو راپور
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، ژمن دی چې هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیا، د اطلاع رسونې دود پیاوړي کول او د شته ممکنو تکنالوژیکي امکاناتو څخه ګټې اخیستنې ته زمینه برابره کړي. په همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د زیاتو کوښښونو او هر اړخیزې څېړنې وروسته وتنوانید چې اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم جوړ کړي. د یاد سېستم له پرانېستې تر اوسه پورې ۱۲۶د اطلاعاتو غوښتنې ثبت شوي دي چې له دې ډلې څخه ۳۰ مواردو ته یې د اړوندو ادرو لخوا ځواب ورکړل شوی، ۶۱موارد یې د انتظار په حال کې دي او ۳ موارد یې د دلیلونو په رڼا کې د ادارې لخوا رد شوي دي.
همدارنګه د اطلاعات نه ورکړې له امله ۱۵شکایتونه ثبت شوي دي چې ۶ شکایتونه یې د سېستم له لارې د غوښتنې ثبت په اړه شوي، ۹ موارد یې داطلاعات غوښتنې په اړه د فورم پر بنسټ شوي دي. له دې ډلې څخه ۷ موارد تړل شوي ۴ یې د پلټنې په حال کې دي او ۴ یې د انتظار په حال کې دي.