اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستراتېژۍ ورستي کولو په اړه د کمېسیون د رهبرۍ مشورتي غونډه
دا غونډه د کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح او حقوقي سلاکار ښاغلي محمدحسن پویا په شتون کې تر سره شوه.
د دې غونډې موخه د کمېسیون د پنځه کلنې ستراتېژۍ متن کې د بشپړو اندونو او وړاندیزونو درجول و. په واقعیت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستراتېژۍ بشپړوالۍ د اړوندو بنسټونو، کارپوهانو او د اند خاوندانو، اندونه واخیستل شي چې له نیکه مرغه په دې ستراتېژۍ کې دا کړنه په نظر کې نیول شوې و. ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ژمن دی چې د خپل سازمان د همکارانو جامع اندونه او وړاندیزونه له څېړلو وروسته په یاده ستراتېژۍ کې درج کړي.