اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه
د لومړي ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۳کال د ولس استازو لخوا تصویب او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتماب محمداشرف غني د حکم پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح شو. د قانون لا هر اړخیزتوب لپاره بیا په ۱۳۹۶کال تعدیل شو. د وروستي ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹۸کال د استازو مجلس له لوري د ګمارنې کمېټې او د کمېسیون غړو کې د بدلون پراساس تصویب او د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتماب محمداشرف غني د حکم پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون; نافذ شوي