د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مبارکۍ پیغام
د روژې مبارکه میاشت د حقیقتونو په اړه د پوهاوي میاشت دی او دغو موخو ته رسېدل د قران کریم د تلات نور او تدبر په واسطه رسېدلی شو.
د روژې مبارکه میاشت د دننیو ارادو او ازادیو پیاوړي کولو میاشت دی چې دغه سپېڅلي مقصد ته د عبادت او حقیقي روژې په نیولو رسېدل امکان مومي.
د روژې مبارکه میاشت الله ته د دعا او زارۍ کولو او د خدای تعالی له لوی دربار څخه د بښنې غوښتلو میاشت دی چې ملکوتي او انساني مینه محبت را ژوندی کوي. تر څو د روژې مبارکې او ځلاندې میاشت کې د خپلې بنده ګۍ رسالت په ریښتوني توګه تر سره کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د روژې مبارکې او برکتي میاشت، د پاکۍ او روښنایۍ میاشت، د رحمتونو، برکتونو او بښنې میاشتې را رسېدل ټولو مومنانو او روژه دارانو ته مبارک وایي او د الله په لوی دربار کې ورته د طاعت او عبادت قبلوو غوښتنه کوي.
په درنښت
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس او غړي