سلام پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۱۰
aic

نېټه: سه شنبه د لړم ۱۴ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون ريښتینې زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي او منشي ښاغلي حمدالله ارباب او د سلام پوهنتون د علمي مرستیال پوهاند دوکتور محمد اسماعیل بلخي په برخې اخیستنې دا ځل په سلام پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو د پاره جوړه شوه.aic

په غونډه کې د سلام پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور محمد اسماعیل بلخي د کمیسیون د کړنو د ستاینې ترڅنګ اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو اساسي حق وباله او دا یې ځواب ویلو ته د ادارو د اړ ایستلو د پاره ارزښتمن وګاڼه. هغه اطلاعاتو ته لاسرسی له لویو او ملي مسایلو څخه د خلکو د باخبرۍ او په پرېکړو کې د ګډون اصلي لامل یاد کړ او تاکید یې وکړ چې ټول محصلین باید د اطلاع غوښتنې د کچې د لوړولو له لارې ځواب ویلو ته د ادارو په اړ ایستلو کې خپله فعاله ونډه واخلي.
په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي او منشي ښاغلي حمد الله ارباب د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS