دعوت پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۴:۴۹
aic

نېټه: چهارشنبه د لړم ۸ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړې آغلې زهرا موسوي او د دعوت پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي محمد نسیم بسام په برخې اخیستنې دا ځل په دعوت پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.
لومړی آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په دودونې او پیاوړتیا کې د اکاډیمیکو بنسټونو او پوهنتونونو پر رول او په ولسواکو ټولنو کې د خلکو پر دې حق وغږېده او زیاته یې کړه؛ په ولسواکو ټولنو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو د یو اساسي حق په توګه مطرح دی. د اطلاع رسونې د کلتور ترویج او پیاوړتیا د ټولنې په لوستي او روښانفکره قشر د یو ټولنیز قانوني تکلیف په توګه ګڼل کیږي ځکه نو ښوونکي او محصلین په روزنیزو بنسټونو کې د ټولنې د باخبره او فعاله وګړو په توګه کولای شي د حکومت له کړنو او اجرااتو په تړاو اطلاعاتو ته د خلکو په لاسرسي کې ټاکونکی رول ولوبوي. هغې په دولتي ادارو کې د فساد د مخلتفو کچو د شتون لامل د اطلاعاتو د پټولو او محرمیت کلتور وګڼه او تأکید یې وکړ چې خلک باید له خپل دغه قانوني او بشري حق څخه د محرمیت د کلتور او فساد سره په مبارزه کې ګټه واخلي او له دې لارې د روڼوالي، حساب ورکونې او فساد سره په مبارزه کې برخه واخلي. نوموړې زیاته کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو لخوا د دولت د کړنو د مستقېمې څارنې زمینه برابروي او د خلکو د ټولنیز واک او اختیار تضمینوي چې باید له دې حق څخه په ښه شکل ګټه پورته کړل شي.

aic

په دوام یې د دعوت پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد نسیم بسام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د کړنو د ستاینې ترڅنګ اطلاعاتو ته لاسرسی په اوسنیو شرایطو کې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې د وسیلې په توګه یاد کړ او ویې ویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه خبرتیا د دې قانون په بهتر او اغېزناک ډول پلي کولو کې ځانګړی اهمیت لري او لازمه ده چې ټول وګړي له خپل دې حق څخه خبر وي او له هغې څخه د یو ځواب ویونکي حکومت په جوړولو کې کار واخلي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي بهیر، په ځانګړي ډول په تحصیلي او پوهنیزو بنسټونو کې کولای شي په اساسي توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په دودونې او پیاوړتیا کې رغوونکی رول ولوبوي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS